پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۶ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

دا سیالۍ په یاد ولایت کې د کې ون سبک ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS