بلخ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې محله لوبډلې خپلې سیالې اورناغه لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته د ځوانانو هڅول او یووالی رامنځته کول و.
