دایکندي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ځوانانو د اتحاد جام په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې د میهن ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې میهن ځوانانو لوبډلې خپلې سیالې طوفان غوچان لوبډلې ته د ۶/۵ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.