د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون لپاره نوی مسؤل وټاکل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۷:۱۹
د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون لپاره نوی مسؤل وټاکل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري د پهلوان زبیر قيومي پر ځای الحاج ملا حیدر حیدر د بدخشان ولایت د وزلوبې فدراسیون نوی مسؤل وټاکل شو.

د هېواد د ورزش ادارې رهبري او ورسره مله پلاوي د روان هجري شمسي کال د غويي میاشتې په ١٨مه نېټه د ورزشي وضعیت د ارزونې په موخه د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې بدخشان ته سفر وکړ او د ياد ولايت د وزلوبې فدراسیون له استازي، چاپ اندازانو او آس لرونکو سره یې ولیدل.

په دغې لیدنه کې د بدخشان د وزلوبې فدراسیون له استازو او چاپ اندازانو سره د وزلوبې د لا ښې ودې او پرمختګ او د ممکنه خنډونو د مخنیوي او حللارو په اړه خبرې وشوې.

د دغه سفر له پای ته رسېدو وروسته د غويي میاشتې په ٢٥مه نېټه الحاج ملا حیدر حیدر د ياد ولايت د وزلوبې فدراسیون لپاره نوی مسؤل وټاکل شو.

د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د بدخشان ولایت د وزلوبې د فدراسیون پخواني مسؤل د پهلوان زبیر قيومي هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د نوموړي د خدمت په موده کې د بدخشان وزلوبې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ښاغلي وثیق همداراز له زبیر قيومي څخه مننه وکړه، چې په خپل وخت کې یې د خپل ولایت د وزلوبې د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ـ ځلې کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

BACK TO NEWS