بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۲۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۳۶
بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۳۲۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۳۲۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو کې پهلوانانو په ۱۰ بېلا بېلو کټګوریو کې ګډون کړی وو، چې په پایله کې ۱۰ غوره پهلوانان د بادغیس ولایت د پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بادغیس پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو ټاکل و؛ د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۶
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

د ورزش ادارې عمومي رئیس په خپل کاري دفتر کې له نجیب الله طوفان سره ولیدل

د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د زابل ولایت د قوت الرمي له پیاوړي ورزشکار ښاغلي نجیب الله طوفان سره، چې څه موده وړاندې په ناڅرګنده پېښه کې ټپي شوی و، ولیدل او د نوموړي د. . .

BACK TO NEWS