افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۸:۴۲
افغان غېږ نیونکو د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړۍ‌والو او اسیایي سیالیو کې پینځه مډالونه وګټل

د افغان غېږ نیونکو ۱۸ کسیزې لوبډلې د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړیوالو او اسیایي سیاليو کې یو د طلا او دوه ـ دوه د نقرې او برنزو مډالونه وګټل.

له دغو سیالیو څخه د رستمي غېږ نیونې له ۱۸ کلونو کم عمره نړيوالو سیالیو کې محمد عمر عزیز په ۶۵ کیلو ګرامه وزن کې د روسي، ازبکستاني، قرغزستاني او افغاني سیالانو په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله او د طلا مډال ګټونکی شو او جاوېد کریمي په ورته وزن کې خپلو ازبکستاني، ترکمنستاني او قرغزستاني سیالانو ته ماته ورکړه؛ خو د خپل افغان سیال محمد عمر عزیز پر وړاندې یې ماته وخوړه او د نقرې مډال یې وګاټه.

همدارنګه په اسیایي سیالیو کې محمد سخي زاده په ۷۷ کیلو ګرامه وزن کې ۳ پرلپسې سیالۍ وګټلې او د نقرې مډال ګټونکی شو او بلال رحماني او محمد منیر نبي زاده هر یو په ۷۱ او ۶۰ کیلو ګرامه وزن کې د برنزو مډالونه وګټل.

دغه سیالۍ د ۲۲ هېوادونو په ګډون د ازبکستان په کوربه‌توب په نکوس ښار کې د روانې هجري میاشتې پر ۷ مه پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د موسی خېلو ولسوالۍ په مرغې جواس سيمه کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې دوې مياشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۳۹
Background image

خوست؛ تڼيو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د تڼيو ولسوالۍ په ژۍ کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د "ځوانانو يووالي" په نوم د واليبال سيالۍ د تڼيو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د روداتو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS