بامیانو کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاه فولادي وي ای پي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۷:۳۱
بامیانو کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاه فولادي وي ای پي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د شاه فولادي جام په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې د شاه فولادي وي ای پي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې شاه فولادي وي ای پي لوبډلې خپلې سیالې ببرهای فولادي لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۲:۱۲
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې د ۶۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د نبي ورغه لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۴۵
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکارانو د بدن ښکلا په اسیايي سیالیو کې درې د برنزو مډالونه وګټل

د بدن ښکلا ۵۷م پړاو اسیایي سیالیو کې د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې څخه بیت الله ځدراڼ په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او نایب مبارز په ۸۵ کیلو ګرامه وزنونو کې هر یو د برنزو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۱۰
Background image

BACK TO NEWS