فاریاب کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فوتوا سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۷:۳
فاریاب کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فوتوا سیالۍ پای ته ورسېدې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د بلخ، سمنګان او فاریاب ولایتونو د ۴۰ جوړو ( ۸۰ ) ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د کونګ فوتوا سیالۍ، چې دوې ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې د فاریاب ولایت ورزشکارانو د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، بلخ ولایت ورزشکارانو دویم او سمنګان ولایت ورزشکارانو بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د کونګ فوتوا ورزش ته وده ورکول او ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.