بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندې ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۷ تنو پهلوانانو د یادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سیالیو موخه د کشندې ولسوالۍ د کورش منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.