د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې له ترکمنستانه ماته وخوړه

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۳۳
د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې له ترکمنستانه ماته وخوړه

د افغانستان له کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي آسيا له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اتلولۍ سياليو کې خپله لومړۍ سيالي د ۱ - ۰ ګول په توپير د ترکمنستان پر وړاندې بايلوده.

افغان ملي لوبډله به راتلونکې سيالۍ کې د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۸مه د ترکمنستان پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه سيالۍ د ازبکستان په کوربتوب د ۶ هېوادونو په ګډون نن(شنبه، د غبرګولې ۳يمه) پيل شوې او د همدې مياشتې تر لسمې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۲
Background image

پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې ۱۴ ورځې مخکې پيل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

BACK TO NEWS