د کابل ختيځ زون د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۲:۲۹
د کابل ختيځ زون د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون له لوري د کابل ولایت د ختيځ زون له ۱۶ کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

په‌ دغو سياليو کې به ۱۲۰ پهلوانان له ۵۷ تر ۱۲۰ کيلو ګرام وزن په ۱۰ بېلابېلو وزني کټګوريو کې د يو بل پر وړاندې د سيالۍ ډګر ته ښکته شي، چې په پايله کې به يې ۴۰ تنه د کابل ختيځ زون منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ د کابل ختيځ زون په کچه د غوره پهلوانانو موندلو په موخه پيل شوې، ترڅو د ملي لوبډلې راتلونکو ټاکنيزو سياليو کې د کابل ختيځ زون په استازولۍ ګډون وکړي، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS