د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۲۰
د هېواد له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته روانه شوه

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د ۱۷ کلنو کم‌عمره ځوانانو مرکزي اسیا جام اتلولیو سیالیو (کافا) کې د ګډون په موخه نن ( چهارشنبه، د غویي ۳۱مه ) د ازبکستان، تاشکند ښار ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر او د دې فدراسیون فني مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ګډون درلود، چې ښاغلي کارګر، لوبغاړو ته په دغه سیالیو کې د بریالیتوب دعا وکړه او هیله یې وښوده، چې د لوبډلې دغه سفر به له لاسته راوړنو ډک وي.

د دې لوبغاړو ترڅنګ به په یادو سیالیو کې د افغانستان دوه نړیوال لوبڅاران محمد اشرف حسین‌زاده او جلیل احمد جامي هم د افغانستان په استازولۍ ګډون وکړي.

د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۶ هېوادونو ترمنځ د روان میلادي کال د مې میاشتې پر ۲۴مه نېټه د ازبکستان په تاشکند ښار کې پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.

د یادونې وړ ده، چې افغان ۱۷ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې په ۲۰۲۴ م کال کې د دې سیالیو اتلولي ګټلې او یو ځل بیا په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه روانه شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS