پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۹:۳
پکتيکا؛ يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايله کې گټواز الف لوبډلې د ۳۰ امتيازونو په خپلولو سره لومړی، گټواز ب لوبډلې د ۲۸ امتيازونو سره دويم او زاولو لوبډلې د ۱۸ امتيازونو سره درېيم مقام خپل کړ.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و او يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS