ل کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د رزمي لوبو نيو فول کانټاکټ دويم پړاو سيالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۹:۱۰
ل کې د شپږو ولايتونو ترمنځ د رزمي لوبو نيو فول کانټاکټ دويم پړاو سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د شپږو ولايتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو نيو فول کانټاکټ سبک سيالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې له هرات، غزني، کندهار، ارزگان، دايکندي او کوربه زابل ولايت څخه ورزشکارانو د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې گډون کړی وو، چې په پايله کې زابل لومړی، هرات دويم او غزني بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سیالیو موخه د رزمي لوبو نيو فول کانټاکټ سبک ته وده ورکول او د ځوانانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS