لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۷:۱۱
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قرغیو ولسوالۍ کې د ٦٤ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د داوود پشه‌یي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د داوود پشه‌یي او شمشير آباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه داوود پشه‌یي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٩ منډو هدف وټاکه. شمشير آباد لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زيان ٨١ منډې وکړې او د ٧٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او سالمې تفرېح په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ا.ا.ا د څلورمې کليزې په ویاړ د واليبال سيالۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزې په مناسبت د فوټبال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۶:۵۱
Background image

خوست کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند چغۍ کلي کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حاجي ولي لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS