هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۲۷
هلمند؛ لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د حاجي عبدالکبير په مالي ملاتړ د یاد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ګروپي سيالۍ د ملت ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ملت ځوانانو او پوپل ورڼو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، پوپل ورڼو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ملت ځوانانو لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اووم اور کې د يو لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او د نهو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده موټر سايکل او دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS