الاتحاد لوبډلې النصر ته ماته ورکړه

org2_admin
الاتحاد لوبډلې النصر ته ماته ورکړه

د سعودي عربستان فوټبال غوره لیګ د ۳۰مې اونۍ سیالیو پر دوام؛ الاتحاد لوبډلې د ۲ – ۳ ګولونو په توپیر النصر ته ماته ورکړه.

النصر د دغې سیالۍ په بایللو سره یو امتیاز له لاسه ورکړ او څلورم مقام ته ښکته شوه.

په ورته مهال کې د الهلال او الریاض لوبډلو تر منځ په سیالۍ کې الهلال د ۵ – ۳ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ماته ورکړه، چې له ۶۵ امتیازونو سره په دویم مقام کې لا پیاوړې شوه.

دغه لیګ د ۱۸ لوبډلو په ګډون ۳۰ اونۍ وړاندې پیل شوی او ۴ اونۍ به نور هم دوام وکړي.