پاریسن جرمن لوبډلې ارسنال ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته

د اروپا فوتبال اتلانو لیګ څلور غوره لوبډلو پړاو وروستۍ سیالۍ کې پاریسن جرمن لوبډلې د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر ارسنال ته ماته ورکړه او پایلوبې ته ووته.
د څلور غوره لوبډلو پړاو کې د دغو دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ سیالي پاریسن جرمن د ۱ – ۰ ګول په توپیر ګټلې وه، چې په دې سره د ۳ – ۱ ګولونو په توپیر ددغه پړاو ګټونکې شوه.
د دغه لیګ پایلوبه د پاریسن جرمن او اینټر میلان لوبډلو تر منځ د روانې میلادي میاشتې پر ۳۱مه تر سره کېږي.