جوزجان کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر څلورم پړاو ټاکنيزې پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۶:۰
جوزجان کې د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر څلورم پړاو ټاکنيزې پيل شوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سنوکر ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له يوولسو کلبونو د ۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر څلورم پړاو ټاکنيزې پيل شوې، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.

د دغو سياليو په پايله کې به ۲۵ تنه ورزشکاران د جوزجان ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د يادو سياليو موخه د جوزجان ولایت د سنوکر منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي.