د افغان کډوالو غرختونکي د شیروین ديوال ۳۰۰ متري واټن ته پورته شول

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۳۶
د افغان کډوالو غرختونکي د شیروین ديوال ۳۰۰ متري واټن ته پورته شول

د افغان او ایراني غرختونکو پنځه کسیزه لوبډله د ايران مرکز د تهران په شمال کې د شیروین دیوال "لمر لوري" ته بریالي ختلي دي.

د غرختنې دغه سيالۍ د افغان کډوال غرختونکي علی رضا ولایتي په مشرۍ او د افغان غرختونکو شېر محمد خلیلي، محمد اهنګر او برات علي احمدي په فعاله ګډون ترسره شوې.

د يادونې وړ ده، چې د شیروین دیوال ۳۰۰ متره لوړوالی لري او شاوخوا ۲۵۰۰ مترو په لوړوالي کې موقعیت لري، چې د ایران يو له پېژندل شویو او مهمو دیوالونو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS