ریال مادرید لوبډلې سیلتاویګو ته ماته ورکړه

org2_admin
ریال مادرید لوبډلې سیلتاویګو ته ماته ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ د ۳۴مې اوونۍ پر دوام؛ ریال مادرید د ۳/ ۲ ګولونو په توپیر سیلتاویګو لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دغه سیالي کې د ریال مادرید په ګټه اردا ګولر یو ګول او کیلیان امباپه دوه ګولونه ووهل.

د ریال مادرید د دغې سیالي په ګټلو سره ۷۵ امتیازه شول؛ خو لا هم څلور امتیازه تر بارسلونا شاته دی.

دغه لیګ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ۳۴ اوونۍ وړاندې پیل شوی دی، چې څلور اوونۍ به نور هم دوام وکړي.