د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام نړيوالو سیالیو کې د گډون په موخه ايران ته روانه شوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۹:۸
د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام نړيوالو سیالیو کې د گډون په موخه ايران ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د پهلوانۍ ملي فدراسيون ۱۲ کسيزه لوبډله د تختي جام په ۴۵م پړاو نړيوالو سياليو کې د گډون په موخه د ايران اصفهان ښار ته روانه شوه.

يادې سيالۍ، چې د لويانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره کېږي، د افغانستان سربيره د ايران، روسيې، ترکيې، هندوستان، ترکمنستان، قرغيزستان، عراق، هالنډ او آذربايجان هېوادونو ورزشکاران هم پکې گډون کوي.

دا سیالۍ به د روانې ثور میاشتې پر ۱۷مه نيټه پيل او د همدې مياشتې تر ۲۰مې نيټې پورې دوام وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د المپيکي چارو رييس داد محمد پاينده اختري، ورزشي سلاکار قاري حيات الله رحماني، د پهلوانۍ ملي فدراسيون رهبري پلاوي او ورزشکارانو گډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS