النصر د اسیا فوټبال اتلانو غوره لیګ سیالیو څخه ووت

د اسیا فوټبال اتلانو غوره لیګ سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې د سعودي عربستان النصر کلب د ۳ – ۲ ګولونو په توپیر له جاپان کواساکي فرونټل لوبډلې څخه ماته وخوړه او له مخکې تږ څخه پاتې شوه.
کواساکي فرونټل لوبډله به د دغو سیالیو په پایلوبه کې د سعودي عربستان الاهلي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه سیالي به د روانې میلادي میاشتې پر ۳یمه د سعودي عربستان په کوربهتوب په پاچا عبدالله لوبغالي کې ترسره شي