په استراليا کې د افغان مهاجرينو فوټبال منتخبه لوبډله هېواد ته له رسېدو سره سم د ورزش ادارې د رهبري له تاوده هرکلي سره مخ شوه
د افغانستان فوتبال فدراسيون سره په همغږي، په اسټراليا کې د افغان مهاجرينو فوټبال منتخبه لوبډله، د هېواد له ملي لوبډلو سره د دوستانه سياليو په موخه هېواد ته راورسېده او د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري يې تود هرکلی وشو.
د دغې هرکلي په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستيال او د فوټبال فدراسيون معاون حافظ احمد جان ځدران او ورسره پلاوي ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د هيواد د ورزش ادارې رهبري پلاوي هېواد ته د افغان مهاجرينو لوبډلې راتګ، غوره اقدام وباله او دغه اقدام يې د هېواد د ورزش په ډګر کې يو نوی او غوره ګام ياد کړ.
ياده لوبډله به له ملي لوبډلو سره دوستانه سیالۍ ولري، چې سبا یکشنبه، څلور بجې به د کابل د فوټبال له منتخبې لوبډلې سره سیالي وکړي.
