زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د سايگز او کرتو سيمو ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د سايگز سيمې ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ