لیورپول لوبډلې وستهام یونایټېډ ته ماته ورکړه
د انګلیستان فوټبال غوره لیګ ۳۳مې اونې پر دوام؛ د دغه لیګ مخکښه لوبډله لیورپول د وستهام یونایټېد پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه، چې د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ کې د لیورپول په ګټه لوییز دیاز او ویرجیل فن دایک، یو یو ګول وواهه.
لیورپول تر دې دمه له ۳۲ سیالیو څخه، ۲۳ ګټلي، اووه مساوي کړي او یوازې دوه بایللي دي، چې له ۷۶ امتیازونو سره د جدول په سره کې ځای لري.
د انګلیستان فو ټبال غوره لیګ سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون ۳۳مه اونۍ روانه ده او ۵ اونۍ به نور هم دوام وکړي.