ارسنال، ریال مادرید ته ماته ورکړه

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ اتو غوره لوبډلو پړاو په لومړۍ سیالۍ کې ارسنال د ریال مادرید پر وړاندې د سیالۍ میدان ته ښکته شو، چې د ۳ – ۰ ګولونو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د ریال او ارسنال دویمه لوبه به د ریال په کوربهتوب د روانې میلادي میاشتې پر ۱۶مه نېټه ترسره شي، ریال باید یاده لوبه په لوړ توپیر وګتي تر څو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
په ورته مهال کې د دغه پړاو دویمه لوبه د بایرن مونیخ او انټر میلان تر منځ سیالي وشوه، چې د ۲ – ۱ ګولونو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته بایلوده.
د دغه لیګ اتو غوره لوبډلو پړاو سیالۍ د روانې میلادي میاشتې پر اتمه پیل شوې او تر ۱۶ مې نېټې به دوام وکړي.