زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې
د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د شاجوی ولسوالۍ په خاکي سيمه کې د ۴۸ ورزشکارانو ترمنځ ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې د خاکي سيمې او شاجوی بازار ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې، په پايله کې د خاکي سيمې ورزشکارانو په بريا پای ته ورسېدې.
د ويلو وړ ده، چې يادو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
