بلخ ؛ زاري ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۳۴
بلخ ؛ زاري ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ او د زاري ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یاد ولایت په زاري ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د میرزایي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې میرزایي لوبډلې خپلې سیالې قزاق لوبډلې ته د ۳/۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش ته وده ورکول و، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.