دایکندي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د جهش تګاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر د نمانځلو په موخه د فوټبال سیالۍ د جهش تګاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې جهش تګاب لوبډلې خپلې سیالې شیلان منتخبې لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د غوره لوبغاړو موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
