پکتيا؛ دولتزېو لوبډلې د رمضان جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په چوڼي سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې ۱۸ ورځې مخکې پيل شوې وې د دولتزېو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سیالیو په پایلوبه کې دولتزېو لوبډلې خپلې سيالې المصور لوبډلې ته د ۵ پر ۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه يې ليرې والی وو.