زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۲۲:۱۰
زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خوارزنګي او تناره غره لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې تناره غره لوبډلې د ٣/٢ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ د کوچني اختر په مناسبت پیل شوې دي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS