بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۲۱:۳۶
بلخ؛ چهار بولک ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د علم خېلو او حسن خېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه علم خېلو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩۵ منډو هدف وټاکه. حسن خېلو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې پهٔ اووم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د کوچني اختر د را رسېدو په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS