کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌جیتسو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۳
کاپیسا؛ کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کیک‌جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو او د ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۶ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې نمانځل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول کانتاکت سبک سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانټاکټ سبک آزادې سیالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۹
Background image

سمنگان کې د پنځو ولايتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د سمنګان په کوربتوب د بلخ، جوزجان، کندز، سرپل، او سمنګان ولايتونو د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ د صادق سټار لوبډلې. . .

BACK TO NEWS