هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۳:۱۰
هلمند؛ په نادعلي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چانجیر فوټبال حوزه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د حاجي طالب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د حاجي طالب لوبډلې خپلې سیالې چانجیر لېسې لوبډلې ته د ۱/۰ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۹
Background image

کابل کې د بهرنیو هېوادونو ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ماراتون سبک کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون په همغږۍ د یاد ریاست په غازي سټيډیوم کې له اتو بهرنیو هېوادونو د ۱۷ سېلانیانو ترمنځ په ٤٢.١٩٥ کیلو متري واټن کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۲:۱۷
Background image

لغمان؛ په الينګار ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت الينګار ولسوالۍ په منګو ماڼو باغ کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۴۰
Background image

کندز؛ په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د‌ کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS