پروان؛ نخبګان بګرام لوبډله د بګرام ولسوالۍ د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۸:۳۲
پروان؛ نخبګان بګرام لوبډله د بګرام ولسوالۍ د فوټسال سیالیو اتلولي وګټله

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ چې دوې اوونۍ مخکې پیل شوې وې، د نخبگان بګرام لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د نخبگان بګرام او شفق لېسې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې نخبگان بګرام لوبډلې د ٣/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او فوټسال ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS