بامیانو کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۱۵
بامیانو کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت سره په همغږي د بامیان تفریحي پارک د مسؤول له لوري د ياد ولايت په تفریحي پارک کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د سیالیو په پای کې مهدي لومړی، رضأ دویم او عثمان درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۷
Background image

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

‏د نن ورځې لنډ ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۵
Background image

زابل؛ قلات ښار کې د درېيو کلبونو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د درېيو کلبونو د ۲۶ پهلوانانو ترمنځ د سامبو کورش سيالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۲۲:۴۳
Background image

کاپیسا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز محمود راقي ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې.

په دغو. . .

BACK TO NEWS