د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو څخه ماتې وخوړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۱۴
د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو څخه ماتې وخوړه

د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ټايلنډ هېواد په کوربتوب په ۲۰۲۵ اسيا جام سياليو کې خپله لومړۍ سيالي نن (جمعه، د مارچ ۲۱‌مه) له متحده عربي اماراتو سره وکړه، چې د ۱ - ۷ ګولونو په توپير يې سيالې لوبډلې ته بايلوده.

افغانستان به خپله دويمه سيالي، راتلونکې اونۍ ( يکشنبه، د مارچ پر ۲۳) له ايران سره وکړي.

په دغو سياليو کې افغان ملي لوبډله په C ګروپ کې له ايران ، متحده عربي اماراتو او اندونيزيا سره سيالي کوي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۵ اسيا جام سيالۍ د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې ميلادي مياشتې پر ۲۰مه پيل شوي او د همدې مياشتې پر ۲۹مه به پای ته ورسېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۴۰
Background image

خوست؛ ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګربز ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، د احمدشاه زلمیو لوبډلې په اتلولي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۰:۳۹
Background image

ننګرهار؛ نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاستړله لوري د ياد ولايت په نازیان ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS