کندهار کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۹:۸
کندهار کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د OHA لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سپین غر بازانو او OHA لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې OHA لوبډلې د ٩/١ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت ترسره شوې چې شاوخوا شل ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۷۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۵۳
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو ترمنځ لوبې. . .

BACK TO NEWS