د کابل ښار ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالې ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۸:۷
د کابل ښار ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې سیالې ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې فدراسیون له لوري د کابل ښار ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د بایسکل ځغلونې سیالې ترسره شوې.

دغه سیالۍ د فري سټایل، کوهستان او جاده سبک او ۲۵ کیلو متري واټن کې د هېواد ورزش ادارې څخه تر حبیبیه لېسې پورې ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو د پيل په مراسمو کې د المپيکي چارو رییس داد محمد پاینده اختري، د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون رهبري پلاوي او یادو ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د بایسکل ځغلونې په دغو سیالیو کې د ځوانانو له کټګورۍ او جاده سبک کې سعید الله سعادت لومړی او له ځوانانو له کټګورۍ او په کوهستان سبک کې نقیب الله لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د بایسکل ځغلونې ورزش ته وده ورکول او د روژې مبارکې میاشتې نمانځل و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۵۲
Background image

د تکواندو اته کسیزه لوبډله اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه

د افغانستان تکواندو اته کسیزه لوبډله، چې دوه روزونکي او شپږ ورزشکاران پکې شامل دي، اسیایي سیالیو ته د لار موندنې په موخه منګولیا هېواد ته روانه شوه.

دغې لوبډلې له تګ وړاندې د هېواد د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۴۹
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د سيمه ییزې غېږ نيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۸
Background image

ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې له دوو لوبډلو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایله کې. . .

BACK TO NEWS