پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۶:۶
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند ‌د چوڼۍ په سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ رمضان جام په نوم د فوټبال دوستانه سيالۍ د اتفاق لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سیالې اباسين لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې ترلاسه کړه.

يادې سيالۍ، ورزش ته د ځوانانو هڅولو او له نشه يې توکو څخه د مخنیوي په موخه پيل شوې دي، چې ۱۸ ورځې به دوام ولري.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ستاره صدام لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS