پکتيا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې
پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په خپلواک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د فوټبال شپنۍ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړنۍ لوبه کې ذوالفقار لوبډلې خپلې سيالې خپلواک لوبډلې ته د ۲ پر ۰ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يي توکو څخه ليرې يووالی ده، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.
