پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۳:۴۳
پکتيکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرولو په موخه د رمضان جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړنۍ لوبه کې عبدالمتين خروټي لوبډلې خپلې سيالې بخت الله لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې دغه سيالۍ به يوه اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل ولايت په کچه د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د لامبو وهنې ملي فدراسيون له لوري د ۱۲۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، له کابل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

بلخ؛ کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پيل شوې، چې یوه اونۍ به دوام وکړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

کاپیسا؛ تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ستاره صدام لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS