د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ اسيا ملتونو جام سياليو او د نوموړيو سياليو تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه ټايلنډ هيواد ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۶
د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ اسيا ملتونو جام سياليو او د نوموړيو سياليو تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه ټايلنډ هيواد ته روانه شوه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ م کال اسيا ملتونو جام سياليو او نوموړيو سياليو ته په تمريناتي کمپ کې د ګډون په موخه نن سهار ټايلنډ هيواد ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د فوټبال ملي فدارسيون رئيس محمد يوسف کارګر، د ورزش ادارې او فوټبال فدارسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدارڼ، د ساحلي فوټبال د کمېټې مسوول سيد داوود شاه مرتضوي او له نوموړې لوبډلې سره تلونکي هیئت شتون درلود.

په دغو مراسمو کې د فوټبال فدراسيون د رهبري له لوري د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې ته لازمې لارښوونې وشوې او هم ورته په يادو مهمو سياليو کې د بريا هيله او دعا وشوه.

د ساحلي فوټبال اسيا ملتونو جام سيالۍ ۲۰۲۵ م د روان ميلادي کال د مارچ مياشتې پر ۲۰ مه نېټه د ټايلنډ هيواد په کوربتوب پيليږي، چې افغانستان په ((C )) ګروپ کې د ايران، متحده عربي امارات او اندوينزيا له ساحلي لوبډلو سره سيالۍ لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتیکا کې د ٤٢ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سیالۍ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې سباوون لومړی، علي خېل دویم او زمرُد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نسوزیې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS