پکتیا کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۱
پکتیا کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جیتسو سبک دوستانه سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند د استاد نجيب درمان ورزشي کلب کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کيک جیتسو سبک شپنۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د غه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۱۱ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول وو ، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتیکا کې د ٤٢ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر سیالۍ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ٤٢ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې سباوون لومړی، علي خېل دویم او زمرُد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نسوزیې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS