هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۴
هلمند؛ په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار د کوچني کاريز سرې پوستې په سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ ګروپي سيالۍ د پوپل وروڼو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د پوپل وروڼواو نوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د پوپل وروڼو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې نوري لوبډلې په لسو اورونو کې ۱۰۰ منډې جوړې کړي او لوبه يې د ۶۸ منډو په توپير سره وبايلله.

ديادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۶
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۵
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۲۲:۱۳
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS