ریال مادرید ۲ – ۱ اتلتیکو مادرید ته ماتې ورکړه

org_admin
ریال مادرید ۲ – ۱ اتلتیکو مادرید ته ماتې ورکړه

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ دویم پړاو سیالیو پر دوام؛ ریال مادرید ۲ - ۱ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې اتلتیکو مادرید ته ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې رودریګو او براهیم دیاز د ریال مادرید په ګټه ګولونه ووهل.

ریال د دغه لیګ په دویم پړاو سیالیو کې تر دې دمه له خپلو اتو سیالیو څخه پینځه ګټلي او درې بایللي دي، چې د جدول په دولسم مقام کې ځای لري. لیورپول، بارسلونا او ارسنال هغه لوبډلې دي، چې د دغه پړاو د جدول سر کې دي.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دویم پړاو، د روان میلادي کال فیبروري میاشتي پر ۱۳‌مه د ۱۶ لوبډلو په ګډون پیل شوي او د مارچ تر ۱۳مې به دوام ولري.