فدراسیون ملی هاکی

Afzal-af
فدراسیون ملی هاکی

   دهاکی ملی فدراسیون رئیس

محترم مصطفی سادات

مصطفی سادات

شماره تماس:0796202401

د هاکي لوبې تاریخ په افغانستان کې

نوې هاکي د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې په انګلستان کې رامنځته شوه او د ١٨٨٥ کال په کریسمس کې د هاکي د سپورت د ځانګړو اصولو له مخې د برتانوي او کاناډايي پوځيانو تر منځ د هاکي سيالۍ تر سره شوې او په ۱۸۹۰ کال کې د انګلستان ویلز – ایرلند په ګډون د هاکي لومړنۍ ټولنه د انګلستان په مانچسټر کې جوړه شوه.

چې د کمېسيون د هاکی لوبې لپاره يې ځانګړي اصول او مقررات وضع کړل چې د ټولو هیوادونو لخوا د منلو وړ وي.

هاکي په افغانستان کې يوه له کورنيو لوبو څخه وه، چې په ١٨٩٠-١٨٩٥ زېږديز کال کې د چوګان په نوم د اريايي خلکو تر منځ دود شوه او په ١٣٣٦ کال کې د المپيک د ملي کمېټې له خوا د هېواد د يو ورزشي فدراسيون په توګه وپېژندل شوه.

په هېواد کې د هاکي فدراسیون لومړنی مشر شېرخان اکمل و وروسته خوشحال نورستانی، رحمت الله نورستانی، عبدالله نورستانی، غفار داوی، متین قدوسی او فریدون رضایی د دغه فدراسیون رییسانو په توکه يې دنده ترسره کړه.

خو په کال ۱۳۹۷ کې د ټاکنو وروسته سید مصطفی سادات د هاکي فدراسیون د غړو د باور رایو په ترلاسه کولو سره وتوانید چې د هاکي فدراسیون رییس په توګه وټاکل شي.

دغه فدراسیون د مخکښ ورزشکارانو په ډله کې د رحمت الله نورستاني، عبدالله نورستاني، پیرمحمد، محمد اسماعیل حیدران، محمد امان صافي، صبور شینواری او محمد یعقوب افغان نومونه اخیستلی شو او د همدې لوبغاړو د هڅو پایله د چې یادې لوبې په خوست ، نورستان ، پکتیا، بامیان ، فاریاب ، هرات ، ننگرهار ، پنجشیر ، پکتیکا او کابل ولایتونو کې ښه فعالیتونه لري او په دې برخه کې ډیر زده کوونکي وروزي.

په دې فدراسیون کې د لوبغاړو ټولټال شمېر په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۲۰۰۰ تنو ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۰۰ تنه ورزشکاران د بېلابېلو عمرونو کې د ملي لوبډلې غړيتوب لري.