لوگر کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کونگ فو سيالۍ وشوې
د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کونگ فو فدراسيون د استازولۍ له لوري یاد ولايت په مرکز پل علم ښار دولتي جمنازيوم کې د څلورو کلبونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د کونگ فو دوستانه سيالۍ وشوې.
په يادو سياليو کې له احمد ولي اشرفي، مولانا يعقوب چرخي، شاهین او زمري کلبونو څخه ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټگوريو کې برخه اخيستې وه، چې په پايله کې د احمد ولي اشرفي کلب ورزشکارانو په لومړي مقام پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو موخه د کونگ فو ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
