د سعودي فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ النصر ۲ – ۰ الوحده ته ماتې ورکړه

د سعودي فوټبال غوره لیګ ۲۲مې اونۍ پر دوام؛ النصر د ۲ – ۰ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې الوحده ته ماتې ورکړه.
په یاده سیالۍ کریستیانو رونالدو او سادیو مانه د خپلې لوبډلې النصر په ګټه ګولونه ووهل.
النصر له خپلو ۲۲ سیالیو څخه ۱۴ ګټلي، پینځه مساوي کړي او درې بایللي دي، چې د دغې لوبې په ګټلو سره یې ۴۷ امتیاز شول او د جدول له څلورم مقام څخه درېیم مقام ته پورته شوه.
په دغه لیګ کې الاتحاد د ۵۵ امتیازونو په درلودلو سره لومړی مقام او الهلال د ۵۱ امتیازونو په درلودلو سره دویم مقام لري.
د سعودي فوټبال غوره لیګ د ۲۰۲۴ کال اګسټ میاشتې پر لسمه پیل او د روان کال مې میاشتې پر ۳۰مه به پای ته ورسېږي.